به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

سولنتراتا فايلم Phylum of Coelenterate

سال

: 2020.09.27

ګروه ها

: بیولوزي

قیمت

: 500

تعداد صفات

: 35

کد فایل

: 363

مقطع

: لیسانس

 سریزه : د سولنتراتا په فايلم کې  ساده کثير الحجروي حيوانات شامل دي چې بدن يې د اکتودرم او اندو درم د طبقو څخه جوړ شوي دي او په منځ کې ې يوه اتکايي طبقه ميزوګليا نوميږي  ځاى لري. د نوموړيو حيواناتو بدن شعايي تناظر لري. اکثريت د دوى په تروو اوبو کې ژوند کوي چې نژدې ٩٠٠٠ نوعې يې په سمندرونو کې پيژندل شوي دي ، دا حيوانات د کيسه ډوله حيواناتو په نوم هم ياديږي، نوموړي حيوانات د polype او medusa په شکلونو پيدا کيږي،  مختلف رنګونه او جسامتونه لري، په انفرادي او کالوني ډول ژوند کوي. هضمي خاليګاه يې د Gastro Vascular cavity په نوم ياديږي، د سولنتراتا عصبي رشتې ټول  بدن ته تيتې شوي دي او عصبي  حجرې يې د ستورو په ډول  جوړښت لري. حسي حجرات، سترګې او د توازن غړي هم لري. عضلات يې د ځانګړي جوړښت لرونکى چې مختلف فعاليتونه تر سره کوي،  هضمي سيستم يې په  مختلفو انواعو کې سره توپير لري. تنفسي غړي نه لري، سولنتراتا په درې ټولګيو ويشل شوي دي، چې د هايدروزوا، سايفوزوا او انتوزوا څخه عبارت دي. د هايدروزوا د ټولګي نماينده هايدرا دى ، چې په ويالو او ډنډونو کې ژوند کوي، بدن يې ارتجاعي خاصيت لري، غذايي مواد يې د خولې له لارې هضمي خاليګاه ته ځي، د هايدرا د قاعدوي ډسک څخه سريښناکه مواد او  ګازي پوکاڼۍ ترشح کيږي. د هايدرا د بدن د اکتودرم په طبقه  کې حسي او عصبي حجرې، اپيتلي  عضلوي حجرې، ترشحي حجرې، وسطي حجرې او چيچونکي حجرې موقعيت لري او  د اندودرم په طبقه  کې غدواتي حجرې او تغذيوي حجرې موقعيت لري.

.

 لړلیک

سریزه    3

سولنتراتا فايلم   3

د سولنتراتا جوړښت او اساسي فعاليتونه   4

عصبي سيستم   5

حسي غړي        5

عضلات 6

د هضم غړي      6

تنفسي سيستم  7

اطراحي سيستم 7

طبقه بندي        7

د هايدروزوا ټولګې          8

هايدراHydra    8

اکتودرم Ectoderm        10

ميزوګليا Mesogelia       14

د هايدرا د هضم او جذب عمليه   15

د هايدرا تکثر     17

زوجي تکر         18

د هايدرا حرکت  21

د سايفوزوا ټولګې           22

اوريليا   25

د انتوزوا ټولګى  26

اکتينونه Actins 29

مرجانونه او اقتصادي ارزښت يې  29

اخځليکونه        34

 

منابع :

١- بابکر خيل، ذاکره،( ١٣٨٨ل.ل). زولوژي( غيرفقاريه )، ننګرهار پوهنتون .م م (١٥٦ -١٧٤ )

٢- جلال، احمد شاه، وقاد رؤف، عبدالسلام. (١٣٦٥ هـ ش)، زولوژى حيوانت غير فقاريه  . پوهنتون کابل . م م (١٧٣ ،١٧٥ ،١٧٦ ،١٧٧ )

٣- جلال، احمد شاه، شرافت ګل سليم، اسلمى امنه، (١٣٦٧ هـ ش). زولوژى .پوهنتون کابل. م م (١٢٠ ،١٢٢ ، ١٢٣ ،١٢٤ )

http/www.t-rat.com/pages/phylum coelenterates/html.   4-

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059